نُوْح ۲۶

وَقَالَ نُوحٌ رَبِّ لَا تَذَرْ عَلَى الْأَرْضِ مِنَ الْكَافِرِينَ دَيَّارًا

او اوئیل نوح علیه السلام ای ربه مه پریږده په ځمکه کښی د کافرانو نه یو کور آباد -

دا دعاءِ شر ده په هغه قوم باندی په بیخ کندئ‌ د هغوی سره (يُضِلُّوا عِبَادَكَ) یعنی ددوی مثال د زهریلا مار په شان دی چه نورو خلقو ته ضرررسوی نو ددوی هلاکول ضروری دی - (سوال) نوح علیه السلام ته څنگه معلومه شوه چه ددوی نه اولاد فجار پیدا کیږی او دهدایت امید ترینه نیشته؟ (جواب) هغه ته په وحی سره معلومه شوه لکه چه سورة هود (۳۶) کښی ذکردی او دا دلیل دی چه هغه خلق چه دین ته ضرر رسوی او دهدایت ظاهری امید ترینه نه وی پاتی شوی نوپه هغوی باندی دعاءِ شر(خیری) جائز دی - لکه چه ځمونږ نبی ﷺ قنوت نازله لوستلو او دارنگ موسیٰ علیه السلام هم فرعونیانو ته خیری کړی وی چه دهغی ذکرپه سورة یونس (۸۸) کښی تیرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل