اَلْمُلْك ۲۲

أَفَمَنْ يَمْشِي مُكِبًّا عَلَى وَجْهِهِ أَهْدَى أَمَّنْ يَمْشِي سَوِيًّا عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ

آیا هغه څوک چه روان وی پړمخی ښه رسیدونکی دی اوکه هغه څوک چه روان وی برابر په لار نیغه باندی -

دا هم زجردی چه دا مشرکان بی دلیله روان دی او دارنگ دفع دوهم د جاهلانو ده بعضی د هغوی نه مؤحد او مشرک یوشان گنړی او بعضی مشرکان هدایت والا او مؤمنان گمراهان گنړی نوپه دی آیت کښی په دی وهم باندی رد دی (يَمْشِي مُكِبًّا عَلَى وَجْهِهِ) په دی تمثیل د سالکینو او مسلکونو ذکر کوی - اول مثال د مشرک گمراه مقلد دی په ړوند تقلید سره هغه هم سرخکته کړی وی یعنی دلیل ته نه گوری اونه په دلیل والو پسی روان وی او مسلک ئی هم د حق نه خلاف دی او دوهم مثال دمؤحد (چه متبع ددلیل وی) چه هغه په تحقیق اوپه دلیل باندی عمل کوی او مسلک ئی هم په صحیح دلیلونو سره ثابت دی نو دا دواړه یوشان نشی کیدی اودا دوهم یقیناً په هدایت او اول شخص یقیناً گمراه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل