اَلْمُلْك ۲۱

أَمَّنْ هَذَا الَّذِي يَرْزُقُكُمْ إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُ بَلْ لَجُّوا فِي عُتُوٍّ وَنُفُورٍ

بلکه هغه څوک دی چه روزی درکړی تاسوته که چیری بنده کړی اللّه تعالٰی روزی خپله، بلکه ورننوتلی دی دوی په سرکشئ او نفرت کولو کښی -

دا بل زجردی په شرک باندی (إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُ) امساک د رزق دادی چه ددی اسباب بند کړی، باران نه وروی، ځمکه خوره ناکه کړی، اوبه وچی کړی، اورختم کړی، خوله بنده کړی، مرئ بنده کړی وغیره نو څوک پیرفقیروغیره شته چه دروزئ اسباب پیداکړی (نیشته) اودا دلیل په سورة عنکبوت (۱۷) او سورة نحل (۸۳) کښی هم ذکردی (بَلْ لَجُّوا فِي عُتُوٍّ وَنُفُورٍ) بل دترقئ دزجر دپاره دی یعنی ثابته شوه چه د اللّه تعالٰی نه سیوا بل هیڅ څوک ناصر او رازق نیشته نو په کار وؤ چه دوی شرک نه توبه کړی وی لیکن دوی ښه په ضد او عناد کښی کلک شوی دی (لَجُّوا) لجاج په زور سره په یوڅیزکښی ننوتل سرهٔ د موانعو نه - اوپه ضد او عناد کښی اوږد والی کول اوپه هغه باندی مضبوط کیدل (عُتُوٍّ) سرکشی چه دحد نه ورتیره شی (نُفُورٍ) دحق نه تختیدل او نفرت کول د وجی د تکبر خپل نه او سپک گنړل حق او اهل حق لره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل