اَلْمُلْك ۲۰

أَمَّنْ هَذَا الَّذِي هُوَ جُنْدٌ لَكُمْ يَنْصُرُكُمْ مِنْ دُونِ الرَّحْمَنِ إِنِ الْكَافِرُونَ إِلَّا فِي غُرُورٍ

بلکه هغه څوک دی چه لښکر (فوځ) شی ستاسو مدد اوکړی ستاسو سیوا درحمٰن ذات نه، نه دی کافران مگرپه دهوکه کښی دی -

هرکله چه مشرکان د شرک فی البرکات عقیده ددوه امیدونو دوجی نه لری یو امید د نصرت او د امداد اوبل امید د روزئ، نو رد کوی په دوی باندی چه دا دواړه د اللّه تعالٰی نه سیوا دبل چا په اختیار او قدرت کښی نیشته نو د څه وجی نه دوی شرک فی البرکات کوی نو دا زجردی په مشرک باندی - (جُنْدٌ) نه مراد حفاظت کوؤنکی مدد کوؤنکی (سپاهی، فوجی، څوکیدار) دی اودا په عقیده د مشرکانو کښی داسی دی (يَنْصُرُكُمْ مِنْ دُونِ الرَّحْمَنِ) دا جمله صفت د جند دی یعنی چه اللّه تعالٰی په تاسو باندی خپل برکات بند کړی اوپه تاسو مصیبتونه راولی نو آیا دا معبودان ستاسو دغه مصیبت لری کولی شی او څه برکت درکولی شی لکه داسی سوال جواب په سورة زمر (۳۸) او سورة مؤمنون (۸۸) کښی هم ذکردی (إِنِ الْكَافِرُونَ إِلَّا فِي غُرُورٍ) دهوکه داده چه دوی عقیده لری چه دا الٰهه ددوی دپاره مالک د نفع او ضرر دی او دهغوی بندگی سبب دقربت الٰهیه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل