اَلْمُلْك ۱۹

أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ فَوْقَهُمْ صَافَّاتٍ وَيَقْبِضْنَ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا الرَّحْمَنُ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ بَصِيرٌ

آیا دوی نه گوری مارغانو ته دپاسه ددوی چه خوروؤنکی دی وزری خپلی او بندوی هغه، نه دی حصار کړی دوی مگر رحمٰن ذات، یقیناً‌ هغه هرڅیز لره لیدونکی دی -

دا بل دلیل عقلی وسطی دی په باره دمارغانو کښی یعنی برکات وسطیه ذکرکوی (الطَّيْرِ) جنس مراد دی او گنړو ته شامل دی ددی وجی نه روستو ضمیرونه د جمعی ئی دی ته راجع کړی دی (فَوْقَهُمْ) اشاره ده چه هرکله مارغان په ځمکه باندی یا په اونو باندی ناست وی نودا روستو صفت په کښی نه معلومیږی دغه صفت په هغه وخت کښی دی چه په هوا کښی اوچت وی (صَافَّاتٍ وَيَقْبِضْنَ) دا دوه حالتونه ذکردی یعنی کله وزری خوری او کله ئی بندوی (مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا الرَّحْمَنُ) لفظ‌ رحمٰن دلالت کوی په عموم د برکاتو دنیویه باندی او په دی کښی حصرکښی ښکاره دلیل دی چه هیڅ څوک نبی، ولی، ملک، جن وغیره ددی کار وَس او اختیار نه لری داسی آیت په سورة نحل (۷۹) کښی هم ذکرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل