قُلْ هُوَ الَّذِي أَنْشَأَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَا تَشْكُرُونَ
ته اوایه هغه داسی ذات دی چه پیدا کړی ئی تاسو او جوړ کړی دی تاسولره غوږونه او سترگی او زړونه ډیرلږ شکرکوئ تاسو -
دا دلیل عقلی دی د دعوی دسورة په ذکر د برکات انفسیه (انسانیه) (أَنْشَأَكُمْ) په دی لفظ کښی اشاره ده پیدائش د انسان ته په اطوار مختلفه (نطفه، علقه، مضغه، عظام، نفخ د روح) ځکه چه معنیٰ د انشاء ترقی ورکول په دمه دمه سره دی (وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ) دا دری نعمتونه ئی خاص ذکرکړل ځکه چه دا دعلم او دپوهی د حاصلولو اسباب دی بیا علم د محسوساتو مقدم دی په معقولاتو باندی ددی وجی سمع او بصر ئی د افئِده نه مخکښی ذکر کړل (قَلِيلًا مَا تَشْكُرُونَ) دا رجردی په شرک کولو ځکه لویه ناشکری هغه استعمال دبدن او ددی حواسو دی په تعظیم دغیراللّه کښی -