أَأَمِنْتُمْ مَنْ فِي السَّمَاءِ أَنْ يَخْسِفَ بِكُمُ الْأَرْضَ فَإِذَا هِيَ تَمُورُ
آیا په امن ئی (نه وریږئ) دهغی ذات نه چه په آسمان کښی دی چه خخ به کړی تاسو په ځمکه کښی نوبیا به هغه خوځیږی -
په دی آیت اوپه دی پسی دوه آیاتونو تخویف دنیوی دی په اول آیت کښی عذاب د ځمکی ذکردی اوپه دوهم کښی آسمانی عذاب او په دریم کښی د هغی نمونی ذکردی په تیرشوی مکذبینو کښی - (مَنْ فِي السَّمَاءِ) قرطبی وئیلی دی چه فی په معنیٰ د فوق یاپه معنیٰ علٰی سره دی او دا او داسی نور نصوص ډیر دلالت کوی په علو او اوچت والی د اللّه تعالٰی باندی ددی نه انکار کوؤنکی ملحد یا جاهل عنادی دی نو تاویلونه کول په خالقِ فِی السَّمآءِ یا متصرف فَی السَّمآءِ وغیره کښی، دی ته هیڅ حاجت نیشته (فَإِذَا هِيَ تَمُورُ) مور وئیلی کیږی په اضطراب سره تلواو راتلو ته او حرکت کول -