أَمْ أَمِنْتُمْ مَنْ فِي السَّمَاءِ أَنْ يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا فَسَتَعْلَمُونَ كَيْفَ نَذِيرِ
آیا په امن ئی (نه ویریږئ) د هغه ذات نه چه په آسمان کښی دی چه را اوبه لیږی په تاسو باندی کانړی نو پوهه به شئ چه څه رنگ دی ویرول ځما -
داهم تخویف دنیوی دی (حَاصِبًا) کانړی ویشتونکی ته وئیلی کیږی یعنی داسی سیلئ یا باران یا بل څیز چه کانړی به وُلی (كَيْفَ نَذِيرِ) په زیر د راء سره دی په اصل کښی نذیری وؤ نود وقف د وجی نه (ی) اوغورځیدله دغه شان نکیر هم دی - بیا نذیر مصدر دی په معنیٰ د انذار سره یاپه خپله معنیٰ سره دی یا مضاف حذف دی یعنی عاقبت انذاری -