هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ
خاص هغه داسی ذات دی چه جوړه کړی ده تاسو لره ځمکه تابع دپاره د فائدو نو گرځئ په لارو دهغی کښی او خورئ د روزی د اللّه تعالٰی نه اوخاص هغه ته ورپاسیدل دی -
په دی آیت کښی بل دلیل دی چه د آسمانی برکاتو نه روستو د ځمکی برکات ذکرکوی (ذَلُولًا) هغه څیز ته وئیلی کیږی چه دفائدی اخستلو دپاره آسان او تابع وی هیڅ انکار په کښی نه وی نو ځمکه هم داسی ده فصلونو او کروندو او چینو، نهرونو او کویانو کنستلو دپاره صالح ده نه ډیره سخته او نه ډیره نرمه او ټینگه کړی شوی ده په غرونو سره (فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا) په دی کښی اشاره ده طلب د اسبابو او کسب کولو او سفر کول دپاره د تجارت او د طلب دعلم او دعوت ته - مَنَاکِب جمع د منکب ده طرف او اوگی د انسان ته وئیلی کیږی دلته مراد طرفونه او لاری او غرونه وغیره دی (وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ) شهاب وئیلی دی چه مراد ددی نه کوشش او اسباب لټول دی دپاره د حصول درزق او رزق خوراک څښاک لباس ټولو ته شامل دی لیکن لوی مقصد خوراک دی ددی وجی نه د خوراک تخصیص ئی اوکړو (وَإِلَيْهِ النُّشُورُ) دا تذکیر دقیامت دی دپاره ددی چه انسان په طلب د روزئ کښی د بعث بعدالموت نه غافل نشی -