إِنَّ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَيْبِ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ
یقیناً هغه کسان چه ویره کوی د رب خپل نه بی د لیدلونه دوی دپاره بخنه او ثواب لوئی دی -
دا بشارت دی روستو د تخویف نه (يَخْشَوْنَ) خشیت خوف دی سره دتعظیم د مخشیٰ نه (هغه چه ویره ترینه کیدی شی) (بِالْغَيْبِ) دوی غائب دی یعنی رب ئی نه دی لیدلی یا د رب عذاب ددوی نه غائب دی یاپه داسی حال کښی دی چه دخلقو نه غائب دی یعنی جدا دی، دا ټولی معانی مراد کیدی شی -