اَلْمُلْك ۱۱

فَاعْتَرَفُوا بِذَنْبِهِمْ فَسُحْقًا لِأَصْحَابِ السَّعِيرِ

نو اقرار اوکړو دوی په گناهونو خپلو باندی نو تباهی ده اوروالو لره -

دا حاصل د ماقبل دی او تصریح ده چه په داسی وخت کښی اقرار کول او پښیمانی کول هیڅ فائده نه ورکوی (بِذَنْبِهِمْ) مراد دمفرد نه جنس دی یعنی ډیر گناهونه مراد دی (فَسُحْقًا) سحق په اصل کښی څولول د څیزدی تردی پوری چه ختم کړی شی او استعمالیږی په معنیٰ د لری کیدلو درحمت د اللّه تعالٰی نه اوپه معنیٰ دلعنت، اوپه معنیٰ د هلاکت سره هم استعمالیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل