اَلْمُلْك ۱۰

وَقَالُوا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِي أَصْحَابِ السَّعِيرِ

او دوی به اوائي که چیری مونږ اوریدلی یا مو د عقل نه کار اخستلی نه به وی مونږ‌ په اور والو کښی -

(لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ) د حق د علم حاصلولو دپاره دوه طریقی دی یو آوریدل د قرآن او دسنت اوبل په عقل او فکرسره صحیح اجتهاد کول او دا دواړه کافرانو پریخودلی وی (سوال) بعضی علماؤ دی نه تقلید او اجتهاد ثابت کړی یعنی د نسمع نه تقلید مراد کوی؟ (جوااب) دا باطل قول دی ځکه نسمع نه مراد آیاتونه او نصوص اوریدل دی د نذیر نه ځکه چه مخکښی آیت کښی د نذیر او د ما انزل ذکر تیرشوی دی - او نصوص اوریدل او د هغی تابعداری کول خو اتباع ده په دی باندی د تقلید اطلاق کول د معنی د تقلید نه غفلت کول دی او ددی وجی نه شربینی وئیلی دی نَسمَعُ کَلَامَ الرُّسُل - قرطبی وئیلی دی نَسمَعُ مِنَ النُّذُرِ، یعنی الرسل - ابن کثیروئیلی دی نَسمَعُ مَا اَنْزَلَ مِنَ الْحََقَّ - اوهرقول چه خلاف وی د تفسیردصلف صالحینو نه نو هغه تفسیر نه وی بلکه تحریف وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل