اَلْمُلْك ۱۳

وَأَسِرُّوا قَوْلَكُمْ أَوِ اجْهَرُوا بِهِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

اوکه په دمه وائی تاسو وینا خپله یائی په زوره وائی یقیناً هغه پوهه دی په هغه خبرو باندی چه په سینو کښی دی -

دا دلیل دی په دعویٰ دسورة باندی په اثبات د علم د اللّه تعالٰی په هرڅیز باندی که پټ وی یا ښکاره په زړونو کښی وی او که بهر وی (وَأَسِرُّوا قَوْلَكُمْ) دا صیغه په معنیٰ دخبر سره ده لکه سورة رعد (۱۰) کښی هم تیرشوی دی او قَوْلَكُمْ عام دی که قول دخیروی او که د شر وی - اوکه مخاطبین مؤمنان وی او که کافران وی (مَنْ خَلَقَ) مَن مفعول دی یعلم دی ځکه علم په معنیٰ د معرفت سره یو مفعول غواړی نو مراد د مَنْ خَلَقَ نه مخلوق دی یا مَنْ فاعل دی او مفعول ئی د تعمیم دپاره حذف کړی دی او مراد د مَنْ خَلَقَ نه خالق دی اوپه دی دواړو وجوهو کښی اشاره ده چه خلق مستلزم دی علم لره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل