اَلْمُلْك ۵

وَلَقَدْ زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَجَعَلْنَاهَا رُجُومًا لِلشَّيَاطِينِ وَأَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِيرِ

او یقیناً ډولی کړی دی مونږ آسمان نزدی لره په چراغونو سره او جوړ کړی دی مونږ هغه ویشتونکی د شیطانانو او تیارکړی دی مونږ ددوی دپاره عذاب داور بل کړی شوی -

دا بل دلیل عقلی دی مشتمل دی په نورو برکاتو سماویه باندی چه هغه تزیین (ښائست) د آسمان دی او رجم د شیاطینو دی دپاره دحفاظت د آسمان او د حفاظت د وحی د تلبیس د کاهنانو نه - نو دا دنیوی او دینی او ظاهری او باطنی برکات دی (السَّمَاءَ الدُّنْيَا) ددی تفصیل دسورة صافات په اول کښی تیرشوی دی او ظاهر نه معلومیږی چه ستوری په نورو آسمانونو کښی نیشته صرف په اول آسمان کښی دی (بِمَصَابِيحَ) واړه ستورو ته وئیلی شی چه هغه ثوابت ستوری دی ددی وجی نه بعضی اهل علمو وئیلی دی چه غټ ستوری (سیارات) د آسمان د لاندی دی په خپل فلک (مدار) کښی او ثوابت ستوری په آسمان کښی دی - دریم قول دادی چه ټول د آسمان نه کوز دی (وَجَعَلْنَاهَا رُجُومًا لِلشَّيَاطِينِ) مراد ددی نه هغه شیطانان دی د جناتو نه چه کاهنانو ته د ملائکو خبری راوړی او دروغ ورسره یوځای کوی لکه چه په حدیث کښی راغلی دی - (سوال) هرکله چه دا ستوری اویشتلی شی نو زینت خوبه خراب شی؟ (جواب) د ستوری نه یوه شغله جدا کړی شی چه هغی ته شهاب وئیلی شی اوپه هغی سره ویشتل اوشی او ستوری په خپل ځای باندی پوره پاتی وی (وَأَعْتَدْنَا لَهُمْ) دا عذاب اخروی دی سعیر په معنیٰ د مسعورة سره دی تیز بل کړی شوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل