اَلْمُلْك ۶

وَلِلَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ

او هغه کسانو لره چه کفرئی کړی دی په رب خپل باندی عذاب د جهنم دی اوبد دی ځای د ورتللو -

د أَعْتَدْنَا نه تر (۱۱) پوری دا اته هیبتونه د آخرت ذکرکوی (وَلِلَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ) مراد هغه خلق دی چه شرک کوی په برکات ورکولو کښی یعنی برکات ورکوؤنکی ماسیویٰ اللّه لره گنړی - (إِذَا أُلْقُوا فِيهَا) غورځول په جهنم کښی به داسی وی لکه چه لرگی (خشاک) دلری نه اوغورځیدلی شی (سَمِعُوا لَهَا شَهِيقًا) سورة هود (۱۰۶) کښی تیرشوی دی چه جهنمیانو به زفیراو شهیق وی او دلته مراد دادی چه دجهنم به شهیق وی نو دا دواړه حالتونه به وی د جهنم به هم شور او داهل جهنم به هم شور وی (وَهِيَ تَفُورُ) لکه کټوئ کښی چه څه پخیږی نو کټوئ د ډیر گرموالی نه خوټ کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل