اَلْمُلْك ۴

ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَيْنِ يَنْقَلِبْ إِلَيْكَ الْبَصَرُ خَاسِئًا وَهُوَ حَسِيرٌ

بیا اوگرځوه سترگی باربار (بیابیا) واپس به را اوگرځی تاته سترگی عاجزی او هغه به ستړی وی -

دا تاکید د ماقبل دی (كَرَّتَيْنِ) دا تثنیه دپاره دکثرت ده یعنی که هرڅومره ځله بیا بیا نظر اوکړی نو فطور نشی معلومولی (خَاسِئًا) خسأ لری کیدلو ته وئیلی شی یعنی لری به وی د مقصد حاصلولو نه او ذلیل او عاجز ته هم وئیلی کیږی (وَهُوَ حَسِيرٌ) په معنیٰ د فاعل یا مفعول سره دی یعنی ستړی ستړی کړی شوی او حسیر پښیمانه ته هم وئیلی کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل