اَلتَّحْرِیْم ۱۱

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِنْدَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِنْ فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ

او بیان کړی دی اللّه تعالٰی مثال مؤمنانو لره د ښځی دفرعون کوم وخت چه اوئیل هغی ای ربه ځما جوړ کړی مالره ستا په خوا کښی کوټه په جنت کښی او بچ اوساتی مالره دفرعون او دعمل دهغه نه او بچ اوساتی مالره د قوم ظالمانو نه -

دا جواب ددوهم وهم دی چه آیا نیکانو نارینو او زنانو ته د مشرکانو خپلولی ضرر ورکولی شی؟ حاصل دجواب دادی چه هرکله د انسان عمل صالح وی نو د مشرک سره خپلولی او نکاح وغیره مؤمن ته هیڅ ضرر نه ورکوی او دا د پوهی د مؤمنانو دپاره یو مثال دی ددی وجی نه په دی کښی (لِلَّذِينَ آمَنُوا) اوئیلی شو او دارنگ په دی مثال کښی تشجیع ورکول دی مؤمنانو ته چه ښځی د فرعون ددین حق او د اتباع د موسیٰ علیه السلام دپاره خپل څومره شجاعت ښکاره کړو او آخر کار شهید کړی شوه نو ای مؤمنانو په تاسو هم واجب دی چه دتوحید دپاره داسی شجاعت ښکاره کړئ (امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ) اوپه دی دواړو مثالونو کښی تعریض دی عائشة او حفصه رضی اللّه عنهما ته په اول کښی تحذیر وؤ چه د نبی ﷺ د مخالفت نه ځان بچ اوساتئ اوپه دوهم کښی ترغیب دی طاعت ته په شان د امراَة فرعون او دهغی نوم آسیه لور د مزاحم وه او په موسیٰ علیه السلام ئی ایمان راوړی وؤ - او فرعون ده لره قسماقسم سزاگانی ورکولی او آخر کارئی هغه لاس او خپی اوتړلی اوپه سخت نمرکښی د هغی په بدن باندی گرمی گټی کيخودلی اوپه لاسونو اوپه خپو ئی ورله میخونه ټک وهل په دغه سخت حالت کښی هغی دا دعا اوغوښتله (رَبِّ ابْنِ لِي عِنْدَكَ بَيْتًا) دلیل دی چه په داسی حالت کښی اللّه تعالٰی ته تضرع کول ډیره فائده ورکوی (وَنَجِّنِي مِنْ فِرْعَوْنَ) دده د مجلس او د نکاح نه (وَعَمَلِهِ) مراد ددی نه عمل دکفراو شرک دهغه دی یاد هغه دطرف نه عقوبت او ظلم کول دی (مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ) مراد ددی نه قوم د فرعون دی چه هغه ټول ظالمان وؤ په سبب دکفر اوشرک، او ظلم کوؤنکی وؤ په مؤحدینو بنی اسرائیلو باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل