اَلتَّحْرِیْم ۱۲

وَمَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِنْ رُوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ

(اوبیان کړی دی مثال) د مریم لور دعمران هغه زنانه چه بچ ئی اوساتلو عورت خپل نو پوکی اوکړو مونږ په هغی کښی دروح د طرف ځمونږ نه او تصدیق کړی وؤ دی د کلمو درب خپل او د کتابونو دهغه او دا وه پوره تابعداری کوؤنکونه -

دا دوهم مثال دی دپاره د اهل ایمان اوپه دی کښی هم اول مقصد دادی چه دشمنانو (یهودیانو) په مریم علیها السلام باندی طعنونه لگول لیکن هرکله چه هغه پاکدامنه وه اوپه کلماتو د اللّه تعالٰی یقین کوؤنکی وه نو طعنونو دد شمنانو هغی ته هیڅ ضرر ورنه کړو دهغی په درجه عند اللّه کښی هیڅ نقصان رانغی دارنگ مؤمن صالح داعی الی اللّه باندی که دشمنان ددین طعونه او بهتانونه لگوی خوچه دهغه لمن پاکه وی اوپه کتاب د اللّه تعالٰی باندی کلک وی نوهغه ته هیڅ ضرر او نقصان نشی رسولی - دارنگ په دی کښی تشجیع ده مؤمنانوته چه یوزنانه (بی خاونده) د اللّه تعالٰی ددین دپاره په ځان باندی مصیبتونه تیروی او دین بیانوی نو تاسوباندی خو دهغی نه زیات کوشش صرف کول په کار دی ځکه چه نارینه یئی (وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا) امام فراء‌ وئیلی دی چه مراد ددی نه احکام شرعیه د اللّه تعالٰی دی چه په ذریعه د کلماتو سره په تورات انجیل کښی نازل کړی شوی وؤ او کلمات دجبرئیل چه په سورة مریم (۲۴،۲۱،۱۹) کښی ذکر دی هغه هم په کښی داخل دی اوددی صفت دوجی نه مریم ته صدِّیقه وئیلی کیږی اودا مقام د کمال د ایمان دی (وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ) دا مرتبه د کمال دعمل ته اشاره ده یعنی قوَّةِ‌ علمیه ایمانیه او عملیه په کښی دری واړه کامل وؤ - سوال: القانتین مذکرذکرشو ددی وجه څه ده؟ جواب: لفظ‌ دقوم پټ دی یعنی قوم قانتین یا اشاره ده چه ددی اطاعت او اخلاص خالص په شان د نارینو وؤ په شجاعت او حسن بیان کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل