ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ كَفَرُوا امْرَأَتَ نُوحٍ وَامْرَأَتَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ
بیان کړی دی اللّه تعالٰی مثال کافرانو لره د ښځی د نوح علیه السلام او دښځی دلوط علیه السلام وی دا دواړه په نکاح د دوه بندگانو کښی د بندگانو ځمونږ نه نیکان وؤ نو نقصان اوکړو دوی د هغوی سره نو دفع نه کړو هغوی ددوی نه د عذاب د اللّه تعالٰی نه هیڅ څیز او اوئیلی شو داخلی شئ اور ته سره د داخلیدونکو نه -
په دی کښی تنبیه ده زنانو ته په شان دابتداء دسورة په ایمان او توحید اوپه اتباع د رسول ﷺ سره یعنی که ای زنانو ستاسو په خپله ایمان او عمل صالح نه وی نو دخاوندانو عمل تاسو ته فائده نه درکوی - او جواب دوهم دی چه آیا مشرکانو زنانو او سړو ته د مؤحدینو خپلوی څه فائده ورکوی؟ حاصل د جواب دادی چه خپلولی د نیکانو هیڅ فائده نه ورکوی کله چه د نیکانو عقیده او عمل کښی مخالفت وی لکه چه ښځی د نوح علیه السلام او ښځی د لوط علیه السلام ته زوجیت د پیغمبرانو هیڅ فائده ور نه کړه (فَخَانَتَاهُمَا) ابن کثیر وئیلی دی چه مراد د خیانت نه فاحشه او بدکاری کول نه دی ځکه چه د انبیاؤ بیبیانی د زنا نه پاکی دی اگرچه کفراوشرک یا نفاق په کښی وؤ اوقرطبی وئیلی دی چه داد مفسرینو اجماع ده چه ددی دواړو خیانت دا وؤ چه د خاوندانو نه ئی پټ شرک او کفر کوؤ او دهغوی رازونه به ئی د هغوی دشمنانو ته رسول (فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا) قرطبی وئیلی دی چه دا تنبیه ده چه عذاب د اللّه تعالٰی په طاعت سره دفع کیږی په وسیلو سره نه دفع کیږی او دا رد دی په مشرکانو باندی چه هغوی وائي چه نبی ﷺ به ځمونږ دپاره شفاعت کوی -