اَلتَّحْرِیْم ۹

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ

ای نبی جهاد کوه د کافرانو سره اود منافقانوسره او سختی اوکړه په دوی باندی او ځای ددوی جهنم دی اوبد ځای د ورگرځیدلو دی -

دا دوهم خطاب دی نبی ﷺ ته ربط‌ ئی اول خطاب سره دادی چه ای نبی د مخلوق او دبیبیانو د رضا کولو کوشش مه کوه بلکه هغوی ته دعوت ورکړه او دکافرانو او منافقانو سره جهاد اوکړه دا ډیر اهم دی دا رنگ ذکرشوه نرمی د نبی ﷺ د کمزوری مخلوق سره چه زنانه دی نواوس هغه ته حکم ورکوی په سختئ کولو د ناکاره خلقو سره (جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ) جهاد عام دی د قتال نه هرقسم کوشش او محنت صرف کول دپاره داشاعت او د غلبی د دین حق ته جهاد وئیلی شی (وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ) مراد ددی نه ددوی اوصاف قبیحه ذکرکول دی دوی ته زورنه ورکول اوپه دوی باندی حدود شرعیه قائمول دی او دا اموردښکاره کافرانو سره نیشته یا مراد ددی نه تشدد او کلک والی دی په دین کښی په مقابله د دواړو ډلوکښی په اقامة د حجة سره په دواړو باندی اوپه تخویفات دنیویه او اخرویه ذکرکولوسره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل