اَلتَّحْرِیْم ۸

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يُكَفِّرَ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ نُورُهُمْ يَسْعَى بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

ای ایمان والو توبی اوباسئ اللّه تعالٰی ته توبی اخلاص والا امید دی چه رب ستاسو به لری کړی ستاسونه بدئ ستاسو او داخل به کړی تاسو جنتونوته چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی په هغه ورځ چه نه به شرمنده کوی اللّه تعالٰی نبی لره او هغه کسانولره چه ایمان ئی راوړی دی دهغه په ملگرتیا کښی، رنړا ددوی به منډی وهی مخی ددوی نه اوپه ښی طرفونو ددوی دوی وائي ای ربه ځمونږ پوره اوساتی مونږ لره رنړا ځمونږ او بخنه اوکړی مونږ ته یقیناً‌ ته په هرڅیزباندی قدرت والا ئی -

هر کله چه مخکښی آیت کښی معلومه شوه چه دعذاب د اللّه تعالٰی نه په بهانو سره نجات نه حاصلیږی بلکه صرف په توبه سره نواوس ترغیب ورکوی توبه کولو ته اوتوبه کول فرض عین دی په هرحالت کښی اوخصوصاً په حالت د گناه کولو کښی (تَوْبَةً نَصُوحًا) داد نصح نه ماخوذ دی دخبری نه پاکول یا په معنیٰ د جامی گنډلو سره دی نوپه اوله معنیٰ سره اخلاص په توبه کښی مراد دی اوپه دوهمه معنیٰ سره دا مناسبت دی چه په گناه کولوسره تعلق د اللّه تعالٰی سره اوشلیدلو نوداسی توبه په کارده چه هغه بیا اوگنډلی شی - او ابن کثیردا قول غوره کړی دی چه توبه نصوح داده چه گناه کول فی الحال پریږدی اوپه تیرشوی باندی پښیمانه شی اوعزم اوکړی چه گناه به نه کوی په مستقبل کښی اوکه حق دبنده وی نوهغه دی ادا کړی ظاهر د نورو روایاتو نه دوهم قول دی اوپه دی مقام کښی واقعه د نصوحاً شخص موضوعی واقعه ده دآیت سره دهغی تعلق نیشته (لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ) ددی ذکرددی سورة دتیرشوی آیاتونوسره مناسبت لری یعنی اللّه تعالٰی خپل نبی دنیا کښی نه رسوا کوی بلکه دهغه مدد کوی لکه چه فان اللّه هو مولاه کښی ذکرشول نودارنگ آخرت کښی ئی هم نه شرمنده کوی (وَالَّذِينَ آمَنُوا) هغه مؤمنان چه په دنیا کښی ئی د نبی ﷺ ملگرتیا کړی ده لکه چه صالح المؤمنین مخکښی تیرشول -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل