يَا أَيُّهَا الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَعْتَذِرُوا الْيَوْمَ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ
(اوبه وئیلی شی) او کفروالو بهانی مه کوئ نن ورځ یقیناً بدله درکیدی شی تاسوته دهغه عملونو چه تاسو کوئ -
دا آیت هم تخویف اخروی سره تعلق لری او دفع د وهم ده که څوک اووائی چه د ملائکو نه خو نشی بچ کیدلی لیکن کیدی شی چه اللّه تعالٰی ته عذرونه پیش کړی اوهغه ورله عذرونه قبول کړی نوپه دی آیت کښی جواب دی -