اَلتَّحْرِیْم ۴

إِنْ تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا وَإِنْ تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ

که چیری توبه اوباسئ اللّه تعالٰی ته نویقیناً جوړدی ستاسو زړونه (دپاره دتوبی) اوکه چیری تاسوډلی جوړوئ په مخالفت دهغه کښی نویقیناً اللّه تعالٰی مولا دهغه دی او جبرئیل علیه السلام اونیکان مؤمنان اونورټول ملائک روستو ددی نه دهغه ‌ډله کوؤنکی دی -

په دی ایت کښی ترغیب دی توبه کولو ته (فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا) صغت د صوغ نه دی مائل کیدلو اوجوړیدلو ته وئیلی کیږی که په ښه طریقه سره وی یابدی طریقی سره وی او زیغ همیشه استعمالیږی په بده طریقه کښی نومراد دادی چه ستاسو زړونه توبی ته مائل دی او دتوبی دپاره جوړ شوی دی (قُلُوبُكُمَا) قانون دعربیت دادی چه تثنیه بلی تثنیی ته مضاف کولو کښی ثقل گنړی نوداول آیت تثنیه نه جمع جوړه کړی نودا افصح کلام دی او افراد هم جائز دی سرهٔ دفصاحت نه او تثنیه راوړل صرف جوازلری - او خطاب په ضمیر د کما کښی عائشه او حفصه رضی اللّه عنهما ته دی لکه چه حدیث د ابن عباس رضی اللّه عنهما امام بخاری نقل کړی دی (وَإِنْ تَظَاهَرَا عَلَيْهِ) تظاهر دیوبل ملا ټینگول او مدد کول دی (وَجِبْرِيلُ) غوره داده چه دا مبتداء ده اومابعد په دی باندی عطف دی او ظهیر ئی خبردی اوهغه جنس په معنیٰ دجمع سره دی او مفرد ئی ددی وجی نه ذکرکړو چه ددوی په مینځ کښی پوره اتحاد او اتفاق دی گویا که یودی (وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ) صالح اسم جنس دی ټول مؤمنان سابقین او روستنی ټول په کښی داخل دی چه هغوی اکرام د رسول اللّٰه ﷺ کوی اوپه هغه باندی درود وائي او دهغه دسنت تابعداری کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل