عَسَى رَبُّهُ إِنْ طَلَّقَكُنَّ أَنْ يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا خَيْرًا مِنْكُنَّ مُسْلِمَاتٍ مُؤْمِنَاتٍ قَانِتَاتٍ تَائِبَاتٍ عَابِدَاتٍ سَائِحَاتٍ ثَيِّبَاتٍ وَأَبْكَارًا
امید دی چه رب د نبی ﷺ که چیری (دانبی) طلاق ورکړی دی بیبیانو ته نو بدله کښی به ورکړی نوری بیبیانی چه غوره به وی ستاسو نه مسلمانانی ښکاره ایمان لرونکی په زړونو تابعداری کوؤنکی د حکم توبی کوؤنکی بندگی کوؤنکی (په توحیدسره) روژی نیوؤنکی کونډی او جینکئ -
په دی کښی تنبیه او تحذیر دی بیبیانو د نبی ﷺ ته په تطلیق او تبدیل سره کله چه دوی توبه اونه کړی او تظاهرکوی - لیکن دوی توبه کړی ده او تظاهرئی پریخودلو نو نبی ﷺ دوی لره طلاق نه دی ورکړی او روایت د طلاق د حفصه رضی اللّه عنها ثابت نه دی (عَسَى رَبُّهُ) عسٰی دطرف د اللّه تعالٰی نه دوجوب دپاره وی لیکن په هغه وخت چه څه تعلیق نه وی اودلته ئی خو په شرط پوری معلق کړی دی شرط دادی چه (إِنْ طَلَّقَكُنَّ) لیکن نبی ﷺ طلاق نه دی ورکړی (أَنْ يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا) په زنانه باندی تطلیق لوی مصیبت وی او روستو دطلاق نه بله ښځه په نکاح کول خوډیرزیات مصیبت او غم وی ددی وجی دا دواړه کارونه (تطلیق اوابدال) يی ذکرکړل (خَيْرًا مِنْكُنَّ) (سوال) دا دلالت کوی چه د نبی ﷺ د ازواجونه نوری زنانه غوره شته؟ جواب: دا دلالت نیشته ځکه چه ابدال دغوره ښځی په طریقه د فرض (تقدیر) سره دی نه په طریقه د وقوع سره یعنی که بالفرض ازواج د نبی ﷺ تظاهرکوی او عصیان کوی نوضرورراتلونکی صفتونو والا زنانه به ددوی نه غوره وی لیکن توبی ئی اوویستلی او تظاهرد نبی ﷺ ئی پریخودلو او راتلونکی صفتونه په کښی ټول موجود وؤ نو معلومه شوه چه دهغوی نه نوری زنانه غوره نیشته - اوبل دلیل دادی چه که د ازواج مطهرات د نبی ﷺ نه نوری زنانه غوره وی نوبیا لازمیږی چه اللّه تعالٰی نبی خپل لره ترمرگه پوری د ناقصو (چه غوره نه وی) زنانو سره اوساتلو او اولٰی او اعلٰی صفت نه ئی محروم کړو او دا خوباطله خبره ده نو یقیناً معلومه شوه چه ازواج د نبی ﷺ دټولو زنانونه نه غوره دی (مُسْلِمَاتٍ) شپږصفتونه د کمال دعبدیت دی په انسان کښی که نارینه وی اوکه زنانه وی - مُسْلِمَاتٍ، اسلام چه دایمان نه وړاندی ذکرشی په دی کښی اخلاص دپوره انقیاد سره مراد وی او اخلاص دتصدیق دپاره شرط دی ددی وجی نه وصف د اسلام ئی په ایمان باندی مقدم ذکرکړو (سَائِحَاتٍ) سیاحت په اصل کښی گرځیدل په ځمکه کښی دی او مفسرینو ددی دری معانی ذکرکړی دی روژی نیوؤنکی، هجرت کوؤنکی گرځیدونکی دطاعت دپاره -