اَلتَّحْرِیْم ۳

وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَى بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَنْ بَعْضٍ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنْبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ

او کوم وخت چه پټه اوکړه نبی ﷺ بعضی دبیبیانو خپلوته یوه خبره نوهرکله چه دی خبرکړه په هغی سره بله اوخبرورکړو اللّه تعالٰی په هغی باندی نبی ﷺ لره نو ویخودله یو خبره او مخ ئی واړوؤ دبلی خبری نه نوهرکله چه نبی ﷺ خبرورکړو هغی بی بی ته په هغی خبری سره هغی اوئیل چه چا تاله دا خبردرکړی دی هغه اوئیل خبرراکړی دی ماته اللّه تعالٰی چه په هرڅه پوهه دی خبردار دی -

دا هم متعلق دی د واقعی سره (بَعْضِ أَزْوَاجِهِ) مراد ددی نه حفصه رضی اللّه عنها ده په مطابق دغوره قول باندی (۱حَدِيثًا) مراد ددی نه تحریم د شهد دی او منع کول دهغی دی دښکاره کولو دی راز نه اوبل قول کښی تحریم د ماریه رضی اللّه عنها مراد دی دا دلیل دی چه خاوند له جائزدی چه په بعضی رازونوسره بعضی بیبیانی خاص کړی (وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ) په دی کښی دلیل دی چه نبی ﷺ خوپه غیب باندی نه پوهیدلو بلکه په علم کښی د اللّه تعالٰی اخبارته محتاج وؤ (عَرَّفَ بَعْضَهُ) تعریف په معنیٰ د الزام او ملامتیا ورکولو دی یعنی نبی ﷺ حفصه رضی اللّه عنها ته اوئیل چه تاولی ځما رازخورکړی دی او عائشه رضی اللّه عنها ته دی حال وئیلی دی (قَالَتْ مَنْ أَنْبَأَكَ هَذَا) دا دلیل دی چه دصحابه کرامو او د بیبیانو د نبی ﷺ داعقیده ده چه نبی ﷺ حاضر او ناظر اوغیب دان نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل