اَلتَّحْرِیْم ۲

قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ وَاللَّهُ مَوْلَاكُمْ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ

یقیناً‌ مقرر کړی دی اللّه تعالٰی تاسولره پرانستل د قسمونو ستاسو او اللّه تعالٰی مولا ستاسو دی او خاص هغه په هر څه پوهیږی حکمتونو والا دی -

(قَدْ فَرَضَ اللَّهُ) فرض په معنیٰ دتقدیرسره دی او تقدیردکفاری په سورة مائده (۸۹) کښی ذکرکړی شوی دی (أَيْمَانِكُمْ) جمع دیمین ده قسم ته وئیلی کیږی دا اشاره ده چه تحریم د مااحل اللّه په معنیٰ دقسم کښی دی که خوراک څښاک وغیره وی یا ښځه وی اودا قول امام بخاری د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت کړی دی اوپه دی کښی قرطبی اتلس اقوال ذکرکړی دی لیکن غوره داده چه چا د خوراک، څښاک، لباس او ښځی وغیره په باره کښی اوئیل چه دا دی په ماباندی حرام وی لیکن عقیده د حرمت شرعیه حقیقیه ئی نه وی نو دا قسم دی اوپه هغی کښی کفاره دقسم واجب ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل