رَسُولًا يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِ اللَّهِ مُبَيِّنَاتٍ لِيُخْرِجَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا قَدْ أَحْسَنَ اللَّهُ لَهُ رِزْقًا
رسول چه لولی په تاسو باندی آیاتونه د اللّه تعالٰی ښکاره کوؤنکی دحکمونو ددی دپاره چه اوباسی هغه کسان چه ایمان راوړی دی او عملونه ئی کړی دی په برابر دسنت سره دتیارو نه رنړا ته او چاچه ایمان راوړو په اللّه تعالٰی او عمل ئی کوؤ برابر دسنت سره داخل به کړی هغه لره جنتونو ته چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی په هغی کښی همیشه یقیناً ښائسته کړی ده اللّه تعالٰی ده لره روزی (په جنت کښی) -
(رَسُولًا) په دی کښی صدق درسول ذکرکوی (يَتْلُو عَلَيْكُمْ) صدق دقران ته اشاره ده او دا دلیل دی چه مراد د رسول نه محمد ﷺ دی (مُبَيِّنَاتٍ) بینات اکثرپه عقیده کښی استعمالیږی او مبینات په احکامو او اعمالو کښی لکه سورة نور (۴۶،۳۴) کښی هلته هم احکام وؤ اوپه دی سورة کښی هم احکام دی (وَمَنْ يُؤْمِنْ) دا بشارت دی روستو د اخراج دظلماتو نه (قَدْ أَحْسَنَ اللَّهُ لَهُ رِزْقًا) مراد د احسان نه وسعت او د رزق نه مراد رزق دجنت دی یا دا بشارت دنیوی دی روستو دبشارت اخرویه نه اوپه دنیا کښی احسان درزق په (۳) کښی ذکر شو -