اَلطَّلَاق ۱۰

أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا فَاتَّقُوا اللَّهَ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ الَّذِينَ آمَنُوا قَدْ أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكُمْ ذِكْرًا

تیارکړی دی اللّه تعالٰی دوی لره عذاب سخت (په آخرت کښی) نوویره کوئ د اللّه تعالٰی نه ای صفا عقل والو هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی یقیناً‌ نازل کړی اللّه تعالٰی تاسو ته یاداشت -

په دی کښی تخویف اخروی ذکرکوی په اوله جمله کښی او ایمان بالاخره اوصدق دقران هم په دی آیت کښی ذکرکوی (فَاتَّقُوا اللَّهَ) روستو دذکر دعذاب دتیرشوی خلقو نه تنبیه ده او امرپه تقویٰ دی، دی امت ته ځکه چه تقویٰ دعویٰ ددی سورة ده (يَا أُولِي الْأَلْبَابِ) دا هغه خلق دی چه دهغوی عقلونه د مقابلی دوهم نه او دشکونو شبهاتو نه محفوظ دی (قَدْ أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكُمْ ذِكْرًا) مراد ددی نه قرآن دی اوپه دی کښی تاکید دی چه ای مؤمنانو غفلت اونه کړئ ځکه چه تاسو سره د تزکیرکتاب موجود دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل