اَلطَّلَاق ۱۲

اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا

اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیدا کړی دی اووه آسمانونه اود ځمکو نه په شان د آسمانونو راکوځیږی حکم د اللّه تعالٰی په مینځ ددوی کښی ددی دپاره چه یقین اوکړئ تاسو چه یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قدرت والا دی او یقیناً اللّه راگیرکړی دی هرڅیز په علم خپل کښی -

په دی آیت کښی پنځه جملی دی او ټولی دلالت کوی په توحید باندی په رد شرک فی التصرف او فی العلم سره (وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ) مماثلت په بعضو صفاتو کښی وی نودلته مماثلت په عدد کښی دی چه اووه دی اودارنگ احادیث صحیحه کښی تصریح راغلی ده چه ځمکی اووه دی لکه حدیث دبخاری دی چه چاپه ظلم سره دبل چا د ځمکی نه دیو لیشت په مقدار سره واخستله نودقیامت په ورځ په دده غاړی ته د اوؤ ځمکونه اوچولی شی اودا حدیث اشاره کوی چه دا ځمکی یوبل دپاسه طبقه طبقه دی - لیکن هغه حدیث چه امام بیهقی په کتاب الاسماء والصفات کښی ذکرکړی دی چه په هره ځمکه کښی آدم دی ستاسو د آدم علیه السلام په شان او نوح علیه السلام دی (الٰی آخره) دا حدیث صحیح نه دی بیهقی وئیلی دی چه دا حدیث شاذ دی او ددی متابع هم نیشته - ابن کثیر او امام ذهبی هم داسی وئیلی دی او ابوحیان په بحرالمحیط کښی وئیلی دی چه دا بیشکه موضوعی روایت دی او د واقدی کذّاب نه نقل دی اوددی په مقابله کښی صحیح د حاکم (صاحب دمستدرک) ته اعتبار نیشته اوپه نبراس کښی وئیلی دی چه د امام نووی نه نقل ده چه دا حدیث ثابت نه دی (لِتَعْلَمُوا) مطلب دادی چه پیدائش ددی عالم بره او ښکته دلیل دی په دوه صفتونو د اللّه تعالٰی باندی چه قدرت ئی دی په هرڅیز باندی او علم لری دهرڅیز یامقصد دادی چه د وحی منزل خلاصه علم د دوؤ مسئلو دی اول مسئله عموم دقدرت د اللّه تعالٰی دی او دوهم علم د اللّه تعالٰی په هرڅیز باندی دا دوه صفتونه خلاصه ده دټولو صفتونو الٰهیو او ددی وجی نه عقلی دلیلونه د توحید په قرآن کښی په دی دوه صفتونو باندی مشتمل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل