اَلطَّلَاق ۷

لِيُنْفِقْ ذُو سَعَةٍ مِنْ سَعَتِهِ وَمَنْ قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ فَلْيُنْفِقْ مِمَّا آتَاهُ اللَّهُ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا مَا آتَاهَا سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا

خرچ دی کوی خاوند دفراخئ د فراخئ خپلی (دمال په لحاظ سره) او هغه څوک چه تنگه وی په هغه باندی روزی د هغه نو خرچ دی اوکړی د هغه مال نه چه ورکړی دی ده ته اللّه تعالٰی تکلیف نه ورکوی اللّه تعالٰی هیڅ نفس ته مگربرابردهغه طاقت چه ورکړی دی ده ته زر دی چه پیدا به کړی اللّه تعالٰی روستو د تنگسیا نه آسانتیا -

په دی آیت کښی څلورجملی دی د مسئلی د انفاق سره متعلق دی (لِيُنْفِقْ ذُو سَعَةٍ مِنْ سَعَتِهِ) دا امر دانفاق عام دی انفاق دخاوند په ښځه باندی او انفاق دپلار په اولاد باندی او انفاق په مرضعه باندی او ددی نه علاوه انفاق فی سبیل اللّه او نورنفقاتو واجبو ته هم شامل دی دارنگ خرچ کول دانسان په خپل ځان باندی هم په دی کښی داخل دی (إِلَّا مَا آتَاهَا) هرکله چه په دی آیت کښی صرف د انفاق دمال مسئله ده ددی وجی نه اتَاهَا ئی ذکرکړو اوهرکله چه عام عبادات او تکلیف مراد وی نوهلته الاوسعها (عام لفظ) ذکرکیږی - (سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا) دا تسلی ده چه هرکله انسان په هرحالت کښی دی د اللّه تعالٰی د حکم تابعداری کوی په مالدارئ او غریبئ کښی نو اللّه تعالٰی به په هغه باندی اسانتیا په دنیا اوآخرت کښی راولی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل