اَلطَّلَاق ۸

وَكَأَيِّنْ مِنْ قَرْيَةٍ عَتَتْ عَنْ أَمْرِ رَبِّهَا وَرُسُلِهِ فَحَاسَبْنَاهَا حِسَابًا شَدِيدًا وَعَذَّبْنَاهَا عَذَابًا نُكْرًا

او ډیر کلووالو چه نافرمانی اوکړه دحکم درب خپل نه اود رسولانو دهغه نه نو حساب اوکړو مونږهغوی سره حساب سخت او عذاب ورکړو مونږهغوی ته عذاب ډیر بد -

روستو د بیان د احکامو او حدود شرعیه نه تخویف دنیوی او اخروی ذکرکوی دپاره دتحذیر د مخالفت کولو ددی حکمونو نه اوتخویف په پنځه طریقو سره ذکرشوی دی مراد ددی نه وحی د اللّه تعالٰی ده (وَرُسُلِهِ) یعنی دتوحید او رسالت دواړو نه ئی نافرمانی او بغاوت کړی وؤ (فَحَاسَبْنَاهَا) د سخت نه مراد دادی چه هیڅ جرم ئی ورته معاف کړی نه دی دټولو گناهونو په سزا سره ئي را اونیول - (وَعَذَّبْنَاهَا عَذَابًا نُكْرًا) داپه دنیا کښی وؤ اشاره ده هغه عذابونو ته چه په نوح علیه السلام او عاد او ثمود او صحاب مدین او مؤتفکات وغیره باندی را لیږلی شوی وؤ (فَذَاقَتْ وَبَالَ أَمْرِهَا) مراد د امر نه نافرمانی کول په کفر او شرک او انکار درسالت سره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل