اَلطَّلَاق ۶

أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنْتُمْ مِنْ وُجْدِكُمْ وَلَا تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ وَإِنْ كُنَّ أُولَاتِ حَمْلٍ فَأَنْفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّى يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُمْ بِمَعْرُوفٍ وَإِنْ تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَى

اوسوئ دوی لره په هغه ځای کښی چه تاسو په کښی اوسیږئ دطاقت ستاسونه او مه ضرر ورکوئ دوی ته دپاره ددی چه تنگسیا راولی په دوی باندی اوکه چیری وی دا زنانه حمل والا نوخرچ کوئ په دوی باندی تردی پوری چه اوزیگوی حمل خپل نه که چیری پئ ورکوی دوی ستاسو (بچو) لره نو ورکوئ دوی ته مزدوری ددوی اوجرگه کوئ په مینځ خپل (په باره دبچی کښی) کښی په ښه طریقی سره اوکه چیری تاسو سختی کوئ دیوبل سره (په مزدوری دپئ ورکولوکښی) نوپئ به ورکړی ده ته بله زنانه -

په دی آیت کښی شپږی جملی او شپږاحکام ذکرکړی دی اول حکم (أَسْكِنُوهُنَّ) وجوب د سکنیٰ د مطلّقی که په طلاق رجعی سره وی اوکه بائن سره وی په (۱) کښی سکنیٰ د مطلقی رجعی دپاره خاص وؤ او دلته عام دی (وَإِنْ تَعَاسَرْتُمْ) دا هم خطاب دی موراوپلار دبچی ته چه داجرت درضاعت په باره کښی اختلاف راشی اویوبل سره تنگسیا کوی یعنی مسامحه او اتفاق نه کوی نوپلار دبچی لره لازم دی چه بله مرضعه په اجرت سره اونیسی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل