اَلطَّلَاق ۵

ذَلِكَ أَمْرُ اللَّهِ أَنْزَلَهُ إِلَيْكُمْ وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُعْظِمْ لَهُ أَجْرًا

دا حکم د اللّه تعالٰی دی نازل کړی دی تاسوته اوچاچه ویره اوکړه د اللّه تعالٰی نه لری کوی به ددهٔ نه بدئ‌ دده او لویه وی به دوی لره ثواب -

دا تاکید دی دپاره د امتثال د تیرشوی احکامو او دتقویٰ دوه فائدی نوری ذکرکوی -
فائده: هرکله چه د تقویٰ دری درجی دی لکه چه په سورة مائده (۹۳) تیری شوی دی ددی وجی نه په دی سورت کښی هم دری کرته تقویٰ ذکرشوه - اوله درجه کښی پوره عقیده د توحید ساتل اود هرقسم شرک نه ځان بچ کول - دوهمه درجه تقویٰ د احکامو د اللّه تعالٰی پوره پاندی کول دی په امتثال د اوامروسره او اجتناب د نواهی سره نوورسره ئی یسرذکرکړو چه په دی سره مشکلات اسانیږی - دریمه درجه استقامت او دشبهاتو نه ځان ساتل دی نو دهغی دوه فائدی ذکرکړی دسیئاتو معافی او داجرثواب ډیروالی (واللّه اعلم) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل