اَلطَّلَاق ۴

وَاللَّائِي يَئِسْنَ مِنَ الْمَحِيضِ مِنْ نِسَائِكُمْ إِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَاثَةُ أَشْهُرٍ وَاللَّائِي لَمْ يَحِضْنَ وَأُولَاتُ الْأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَنْ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا

او هغه زنانه چه ناامیده وی د حیض نه د زنانؤ ستاسونه که چیری شک کوئ (په عدت دهغوی کښی) نو عدت د هغوی دری میاشتی دی او هغه زنانه چه نه وی حائضه شوی هم او حمل والا زنانه عدت دهغوی زیگول دحمل ددوی دی او چاچه ویره کوله د اللّه تعالٰی نه جوړه وی ده لره دکار دده نه اسانتیا -

په دی آیت کښی ددری قسمونو زنانو عدت ذکرکوی اوپه آخر دآیت کښی د تقویٰ یوه فائده ذکرکوی - یو قسم زنانه ایئسه ده چه د حیض دراتللونه ناامیده شی نو حامله کیدی هم نشی او ددی په مدت کښی اختلاف دی چه شپیته، اویا، یا پنځه پنځوس کلونه دی - صحیح داده چه دا په عادت د وطنونو او زنانو باندی بنا دی - دوهم قسم صغیره نابالغه چه دهغی حیض تراوسه پوری نه وی شروع شوی لیکن دهغه نکاح کړی شوی وی او خاوند ورسره دخول کړی وی اوبیا طلاقه کړی شی ددی دواړه قسمونو عدت دری میاشتی دی ځکه چه اصل په عدت کښی حیض دی او عادةً حیض په میاشت کښی یوځل راځی او ددوی حیض نیشته نوددی حیضونو په ځای کښی دری میاشتی مقرر کړی شوی - دریم قسم حاملی زنانه دی برابره خبره ده چه طلاقه کړی شوی وی یا خاوند ترینه وفات شوی وی - ددی عدت وضع د حمل ده که لږ وخت روستو وی اوکه ډیر وخت پس وی (وَاللَّائِي لَمْ يَحِضْنَ) دا دلیل دی چه د نابالغی نکاج چه ولی اوکړی دچاسره نو دا شرعاً جائزدی لکه نکاح د عائشة رضی اللّه عنها نو څوک چه ددی نه انکارکوی اوپه باره دحدیثِ عائشة رضی اللّه عنها کښی په امام بخاری یا امام زهری باندی طعنونه کوی نوداخلق په خپله مطعون دی او (يُسْرًا) عام دی د مَخْرَجًا نه ددنیا او آخرت آسانتیا ته شامل دی نودالویه فائده ده په نسبت د مخکښی دواړه فائدو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل