اَلطَّلَاق ۳

وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا

او روزی به ورکوی ده ته د داسی ځای نه چه دی به گمان نه کوی او چاچه ځان اوسپارلو په اللّه تعالٰی باندی نوهغه (اللّه) پوره دی ده لره یقیناً‌ اللّه تعالٰی پوره کوؤنکی دی خپل کارلره یقیناً جوړ کړی دی اللّه تعالٰی دپاره د هرڅیز خاص انداز -

په دی کښی دوهمه فائده د تقویٰ ذکرکوی او مراد ددی نه برکات اچول دی په رزق دده کښی اوبغیر دظاهری اسبابونه روزی راتلل دی (وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ) هرکله چه توکل لره هم دخل وؤ په برکت د رزق کښی ددی وجی نه دائی ورسره متصل ذکرکړو توکل اعتماد دی په اللّه تعالٰی باندی اوټول کارونه هغه ته سپارل دی سرهٔ د استعمال د اسبابونه (إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ) دا جواب دسوال دی، سوال داچه ډیر توکل کوؤنکی خو متقیان خلق دی اوپه هغوی باندی مصیبتونه مرضونه وغیره راځی؟ حاصل دجواب دادی چه دا فیصلی د اللّه تعالٰی دی چه په مخلوق کښی چلوی او هره فیصله خپلی انتهاء ته رسوی - (قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا) یعنی خپله فیصله ددی وجی نه پوره کوی چه دهغی تقدیرئی کړی دی یا مراد ددی نه مقدار او انتهاء‌ وه لکه چه دطلاق او عدت دپاره ئی تعداد او مدت مقرر کړی دی دا رنگ دهرمصیبت او مرض دپاره مقدار او مدت اللّه تعالٰی مقرر کړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل