اَلتَّغَابُن ۱۶

فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَاسْمَعُوا وَأَطِيعُوا وَأَنْفِقُوا خَيْرًا لِأَنْفُسِكُمْ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

نو ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه څومره چه ستاسو وس رسیږی او غوږ کیدئ او خبره منئ اوخرچ کوئ نو غوره به وی ستاسو دپاره او هغه څوک چه اوساتلی شو د حرص د نفس خپل نه نودغه کسان دوی کامیاب دی -

روستو دذکر کولو د اسبابود عداوت اوفتنی نه اسباب دگمراهئ دی ذکرکوی امور دهدایت او ددین چه هغه څلور اوامردی، اول امرپه تقویٰ سره، په دی کښی ئی قید لگولی دی د ماستطعتم - د ماستطعتم مقصد دادی چه هرانسان دی خپل پوره استطاعت صرف کوی په اقامت دحدود شرعیه د تقویٰ کښی - دوهم امر وَاسْمَعُوا، دریم امر وَأَطِيعُوا یو علم حاصلولو ته اشاره ده اوبل په هغی باندی عمل کولو ته - څلورم وَأَنْفِقُوا دا عبادت مالیه دی او مخکښی دری عبادات بدنیه (عقیده او اعمال) دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل