إِنْ تُقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعِفْهُ لَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ
که چیری قرض ورکړئ تاسو اللّه تعالٰی ته قرض ښائسته (په اخلاص سره) زیات به ئی کړی تاسولره او بخنه به کوی تاسوته او اللّه تعالٰی قبلوؤنکی د عملونو دی صبرناک دی -
په دی کښی ترغیب دی انفاق فی سبیل اللّه ته روستودامر دانفاق نه او انفاق ته ئی قرض حسنه نوم کیخودلی دی دپاره دترغیب - یا مراد دقرض نه مطلق اعمال حسنه دی چه په هغی کښی حُسن وی په توحید او اتباع سنت سره نودا تعمیم بعدالتخصیص دی (وَاللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ) شکرد طرف د اللّه تعالٰی نه ښکاره کول دنعمت دی په ذریعه د ډیری جزا ورکولو سره او دا متعلق دی د يُضَاعِفُ سره - (حَلِيمٌ) تلوار نه کوی په سزا ورکولو کښی مجرمانوته بلکه مهلت ورکوی دپاره ددی چه توبه اوباسی او بخشش ورته اوکړی شی نودا متعلق دی د يَغْفِرْ سره -