إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ وَاللَّهُ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ
یقیناً مالونه ستاسو او اولاد ستاسو امتحان دی او اللّه تعالٰی خاص د هغه سره ثواب لوی دی -
دا د اطاعة اللّه والرّسول نه بل مانع ذکرکوی چه هغه مالونه او اولاد دی په تیرشوی آیت کښی ئی مِن ذکرکړی وؤ ځکه چه عداوت دینیه د هری ښځی او اولاد نه نه وی اوهرچه مالونه او اولاد فتنه کیدل دی دا خو ټول اولاد مالونو ته شامل دی او اموال ئی مخکښی ذکرکړل په اولاد باندی ځکه چه د مالونو فتنه ډیره ده په نسبت د اولاد سره (فِتْنَةٌ) په قرآن کښی ددی مختلف معانی دی دلته مراد امتحان دی یعنی محبت د مال او اولاد کله انسان لره منع کوی د طاعت د اللّه تعالٰی او درسول نه او کله دا سبب اوگرځی د پاره د تقرب د اللّه تعالٰی (وَاللَّهُ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ) یعنی هرکله چه د طاعت د اللّه تعالٰی او د محبت دمال او اولاد مقابله راشی نوطاعت د اللّه تعالٰی مه پریږدئ ځکه چه لوی اجربه ضایع شی دپاره دلږ او فانی څیز -