يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِنْ تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
ای ایمان والو! یقیناً بعضی دبیبیانو ستاسو او اولاد ستاسو نه دشمنان ستاسو دی نوځان اوساتئ دهغوی نه اوکه چیری معاف کوئ تاسو (خطائی دهغوی) او مخ اړوئ (د ملامته کولونه) او بخنه ورته کوئ نویقیناً اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی -
د اطاعة اللّه والرّسول دیو مانع (چه مصیبتونه دی) علاج ئی ذکرکړو نو اوس نور موانع ذکرکوی چه ازواج او اولاد دی (إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ) مِن دلیل دی چه دا دشمنی د بعضو دطرف نه وی - (عَدُوًّا لَكُمْ) مراد ددینه عدوات دینیه اخرویه دی یاپه طریقه د تشبیه باندی دی یعنی په شان د شمنانو وی او دشمنی داده چه منع کول کوی دهجرت او د اتباع دسنت نه په غم او ښادئ کښی اوترغیب ورکوی بدعاتو او رسمونو رواجونو ته (فَاحْذَرُوهُمْ) یعنی په باره ددین کښی دهغوی دوسوسی او دطاعت کولو نه ځآن اوساتئ (وَإِنْ تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا) دا تعلیم د حسن اخلاق دی دپاره ددفع دفساد د کورنئ -