فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالنُّورِ الَّذِي أَنْزَلْنَا وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
نو ایمان راوړئ په اللّه تعالٰی اوپه رسول دهغه باندی اوپه هغه رنړا باندی چه نازل کړی ده مونږ او اللّه تعالٰی ستاسو عملونو باندی خبردار دی -
هرکله چه مخکښی آیاتونو کښی توحید او رسالت او بعث بعدالموت دقرآن کریم په اخباراتو سره ثابت شو نو اوس په هغی باندی تفریع کوی په دعوت او ایجاب دایمان سره په دی ټولو باندی - (فَآمِنُوا بِاللَّهِ) یعنی ایمان راوړئ په الوهیت د اللّه تعالٰی باندی (وَرَسُولِهِ) مراد ددی نه جنس رسول دی نو ټولو رسولانو باندی عموماً او د آخری رسول په رسالت باندی خصوصاً ایمان راوړل مراد دی (وَالنُّورِ) مراد ددی نه ټوله وحی اوخصوصاً قرآن دی ځکه چه ددی په ذریعه دتیارو د گمراهئ د جهل نه خلاصی حاصلیږی -