اَلتَّغَابُن ۹

يَوْمَ يَجْمَعُكُمْ لِيَوْمِ الْجَمْعِ ذَلِكَ يَوْمُ التَّغَابُنِ وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ

په هغه ورځ چه جمع به کړی تاسو په ورځ دجمع کولو کښی د غه ورځ دغبن د ښکاره کیدلو ده او چا چه ایمان راوړو په اللّه تعالٰی باندی او عمل ئی نیک اوکړو لری به کړی اللّه تعالٰی دده نه بدئ دده او داخل به کړی ده لره جنتونو ته چه بهیږی لاندی د هغی نه ولی همیشه به وی دوی په هغی کښی همیشه دا کامیابی لویه ده -

په دی کښی تذکر دورځ دقیامت ده اوبیا بشارت اخرویه ذکرکوی (ذَلِكَ يَوْمُ التَّغَابُنِ) ماخوذ دی دغبن نه په لغت کښی نقصان د قیمت ته وئیلی کیږی کله چه انسان یوڅیز لره په کم قیمت سره خرڅ کړی نو وئیلی کیږی چه فلانی غبن نقصان اوکړو او دارنگ چه څوک په امانت کښی خیانت اوکړی نو هغی ته هم غبن وئیلی شی یعنی اور والو خپل مالونه او خپل عمر خرڅ کړو اوپه هغی ئی اور واخستو او دا غبن او لوی نقصان دی نورو آیاتونو کښی دیته خسران هم وئیلی کیږی نو دا معامله د اوروالو ئی مشابه کړه یو داسی مبادلی سره دهغه عمراو بدن او مال امانت د اللّه تعالٰی دی او دی ماموردی چه په داسی طریقه خرچ کړی چه په هغی سره جنت حاصل شی اوداور نه بالکل نجات امومی لیکن اکثر مکلفینو په دی آمانت کښی غبن کړی دی (وَمَنْ يُؤْمِنْ) دا دلیل دی چه په ایمان او عمل سره انسان د غبن به بچ کیږی ددی وجی نه دی ته فوز عظیم اووئیلی شو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل