زَعَمَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنْ لَنْ يُبْعَثُوا قُلْ بَلَى وَرَبِّي لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ وَذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ
گمان کوی کافران چه دوی به هیچ چیری دوباره پیدا نشی تو اوایه هان قسم دی په رب ځما ضرور به دوباره پیدا کړی شئ بیا به ضرور خبر درکړی شی تاسو ته دهغه عملونو چه تاسو کړی دی او دا کارپه اللّه تعالٰی باندی آسان دی -
په دی کښی زجردی په انکار دبعث بعدالموت سره او داهم سبب دعذاب دی او داخل دی په فَكَفَرُوا وَتَوَلَّوْا کښی اودا څلورم آیت دی دقرآن نه چه په هغی کښی اللّه تعالٰی په خپل ربوبیت باندی قسم کوی دپاره د اثبات دبعث -