اَلتَّغَابُن ۶

ذَلِكَ بِأَنَّهُ كَانَتْ تَأْتِيهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالُوا أَبَشَرٌ يَهْدُونَنَا فَكَفَرُوا وَتَوَلَّوْا وَاسْتَغْنَى اللَّهُ وَاللَّهُ غَنِيٌّ حَمِيدٌ

دا په دی وجه چه یقیناً راتلل دوی ته رسولان ددوی په ښکاره احکامو سره نو دوی اوئیل آیا یو بشر مونږ ته لار ښائي‌ نوانکار اوکړو دوی او مخ ئی واړوؤ او ښکاره کړه اللّه تعالٰی خپله بی پرواهی او اللّه تعالٰی بی حاجته ستائیلی شوی ذات دی -

دا سبب دعذاب ذکرکوی چه انکار دی د رسالت د رسولانو نه په بهانه دبشریت سره (وَاسْتَغْنَى اللَّهُ) دا په معنیٰ د اظهار د استغناء‌ دی په هلاکولو ددوی سره یا دا جمله حالیه ده یعنی حال داچه اللّه تعالٰی خو دمخکښی نه غنی ذات دی د هغه د مخلوق ایمان ته هیڅ حاجت نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل