اَلتَّغَابُن ۲

هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ فَمِنْكُمْ كَافِرٌ وَمِنْكُمْ مُؤْمِنٌ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیدائی کړئ تاسو نوبعضی ستاسونه کافر دی او بعضی ستاسو نه مؤمن دی او اللّه تعالٰی ستاسو عملونو لره لیدونکی دی -

دا هم دلیل د دعوی د توحید دی او دیته دلیل نفسی عقلی وئیلی شی (فَمِنْكُمْ كَافِرٌ) په دی کښی دوه قولونه دی اول داچه ددی نه مراد کفر او ایمان تقدیری دی یعنی اللّه تعالٰی په تقدیرکښی څوک کافر مقرر کړی دی او څوک مؤمن - نو خالق او تقدیر کوؤنکی اللّه تعالٰی دی او کفراو ایمان کسب کوؤنکی بنده دی - دوهم قول داچه په دی کښی کفراو ایمان کسبی مراد دی نوپه دی کښی معنیٰ د زجر ده یعنی اللّه تعالٰی تاسو پیدا کړئ نو په کار دا وه چه ټولو ایمان راوړی وی لیکن تاسو تقسیم شوئ دوه ډلو ته اوهرکله چه سبب د زجر کفردی ددی وجی نه کافرئی مخکښ ذکرکړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل