اَلتَّغَابُن ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

پاکی وائي اللّه تعالٰی لره هغه څیزونه چه په آسمانونو کښی دی او هغه څیزونه چه په ځمکه کښی دی خاص هغه لره بادشاهی ده او خاص هغه لره ستائنه ده او هغه په هرڅیزباندی قدرت لرونکی دی -

سورة التغابن

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په ډیرو وجوهو سره دی یو وجه داده چه تیرشوی سورتونو کښی رد وؤ په یهودیانو او منافقینوباندی نو په دی سورة کښی رد دی په مشرکینواو منکرینو د بعث بعدالموت باندی -

دعویٰ ددی سورة:

اثبات دی د څلورو مقاصدو عالیو (توحید، رسالت، قرآن، بعث بعد الموت) سرهٔ د تزهید فی الدنیا او ترغیب الی الانفاق نه او ددی وجی نه په دی کښی نهه اوامرذکردی او اسماء حسنیٰ ئی هم څوارلس ذکرکړی دی د پاره داثبات دتوحید -

خلاصه ددی سورة:

په دی کښی اول دعویٰ دتوحید ده په تسبیح سره او په هغی باندی څلور عقلی دلیلونه ذکرکړی دی بیا تخویف دنیوی اوبیا سببونه دعذاب ذکردی اول انکار درسول نه او دوهم انکار دبعث بعدالموت نه او دهغی اثبات کوی په حلف سره - بیا امردی په ایمان سره په دری مقاصدو باندی سرهٔ د بشارت او تخویف نه بیا ترغیب دی په ایمان بالقدر دپاره د تخفیف دمصیبتونواو امردی په طاعت د اللّه تعالٰی او درسول - او ذکردتوحید دی بیا تحذیر دی دمحبت ددنیا نه او ترغیب دی توحید او قرآن او انفاق ته سرهٔ دبشارت نه او امر دانفاق سره پنځه اسماء حسنیٰ ذکر دی دپاره د ترغیب -

تفسیر

په دی کښی توحید ذکردی په طریقه د تسبیح سره او دهغی دپاره ئی دری صفات د اللّه تعالٰی ذکرکړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل