اَلْمُنافِقُوْن ۱۱

وَلَنْ يُؤَخِّرَ اللَّهُ نَفْسًا إِذَا جَاءَ أَجَلُهَا وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ

او هیچ چیری نه روستو کوی اللّه تعالٰی هیڅ نفس کوم وخت چه راشی نیټه دهغه او اللّه تعالٰی خبردار دی په هغه عملونو چه تاسو کوئ -

(بِمَا تَعْمَلُونَ) دا شامل دی پټ او ښکاره عملونو او نیتونو د زړه ته هم او مفسرالوسی وئیلی دی چه عمررضی اللّه عنه د نبی ﷺ عمر ددری شپیته کلونو ددی آیت نه استنباط کړی دی په داسی طریقه چه دا آیت انتهاء د دری شپیتم سورة ده او په دی کښی نفساً نبی ﷺ ته هم شامل دی چه دهغه نیټه چه راغله نوهم روستو والی نشو کیدلی او ورپسی تغابن ذکرشو او غبن امت ته په سبب د وفات د نبی ﷺ سره اورسیدلو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل