وَأَنْفِقُوا مِنْ مَا رَزَقْنَاكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلَا أَخَّرْتَنِي إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُنْ مِنَ الصَّالِحِينَ
او خرچ کوئ دهغه نه چه مونږ در کړی دی تاسوته مخکښی ددی نه چه رابه شی یوتن ستاسو ته مرگ نو وائي به ای ربه ځما ولی نه روستو کوی ته مالره تریوی نیټی نزدی پوری نو زه صدقه اوکړم او شم به زه د نیکانونه -
دا ترغیب دی انفاق ته په وخت دقبولیت د هغی کښی (چه قبل الموت) دی او انفاق د ذکراللّه یوخاص فرد دی په مقابل د منافقینو کښی چه هغوی د انفاق نه منع کوله - او مراد د انفقوا نه عام دی زکوٰة، صدقات واجبه، انفاق فی سبیل اللّه ټولو ته شامل دی (مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ)مراد ددی نه تعجیل کول دی په انفاق کښی چه کله ئی وس برشی نو روستووالی نه کوی (وَأَكُنْ مِنَ الصَّالِحِينَ) مراد د صالحین نه نور داصلاح کارونه دی ماسیوا د تصدق نه، ایمان راوړل، اتباع د سنت کول، توبه کول د گناهونونه -