خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ
يیدا کړی دی آسمانونه او ځمکه د حق دښکاره کولو دپاره او شکلونه ئی درکړی دی تاسو ته نو ښائسته کړی دی شکلونه ستاسو او خاص هغه ته ورگرځیدل دی -
دا بل دلیل عقلی دی افاقی او انفسی نه مرکب دی (بِالْحَقِّ) په معنیٰ دحکمت سره یاپه معنیٰ د یقین سره دی یا با په معنیٰ دلام سره دی یعنی دپاره د اظهار د حق او هغه توحید د اللّه تعالٰی دی (فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ) حُسن په اعتبار د باطن او ظاهر دواړو سره دی او اجمال صرف په اعتبار دظاهر سره وی نوپه انسان کښی اوصاف باطنیه معنویه او تناسب د اندامونو او سیدها قدوقامت داسی دی چه په نورمخلوق کښی نیشته -