اَلْمُنافِقُوْن ۴

وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِنْ يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ

اوهرکله چه ته اوینی دوی لره نوپه تعجب کښی به واچوی تالره تنی ددوی اوکه چیری دوی ویناکوی نو غوږ به کیدی ته وینا ددوی ته گویا چه دوی لرگی دی اړم کړی شوی دیوال ته گمان کوی د هری چغی په ځان باندی هم دوی پوره دشمنان دی نوځان اوساتئ ددوی نه تباه دی کړی دوی لره اللّه تعالٰی نوڅه رنگ اړولی شی دوی (دحق نه) -

په دی آیت کښی پنځه اوصاف د منافقانو ذکردی (تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ) یعنی ددی بدنونه غټ دی اوصحت والا دی مقصد داچه دوی هروخت دبدن په اصلاح کښی اوپه قسم قسم خوراکونو کښی مشغول دی غذاءِ روحانی ته توجه نه کوی (تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ) یعنی دوی ددنیا په خبروکښی ډیر فصیح بلیغ دی اوریدونکو کښی کشش پيدا کوی (كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ) داسی لرگی چه دیوال ته اودرولی شوی وی نو هغه بی فائدی وی، دننه ډډ وی (یعنی مینځ ئی تش وی) کمزوری وی اویوطرف ته ئی لوند اوبل طرف ته ئی اوچ وی - د آبادئ اود فائدی دڅیزونو جوړولو دپاره صلاحیت نه لری اوظاهرکښی غټ ښائسته ښکاری نو دغسی حال د منافق دی یعنی دده بدن هم غټ وی ټول اهتمام د بدن په څربولوباندی کوی او باطن ئی خراب وی (يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ) په دی کښی اشاره ده چه سره د غټ والی دبدنونو او چالاکئ دژبی نه ډیربزدل دی - صَيْحَة: اعلان، عذاب، آیانونه دتحویف دنیوی او اخروی، زواجر، دی ټولوته صیحه شامل ده (قَاتَلَهُمُ اللَّهُ) دا جمله خبریه په خپله معنیٰ سره ده یا په معنیٰ ددعا ده او مراد ددی نه لعنت او هلاکت دی ځکه چه قتال د اللّه تعالٰی سره مستلزم دی دهغه تباهئ او لعنت لره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل