ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا فَطُبِعَ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ
دا په دی وجی سره چه دوی ایمان راوړی دی بیائی کفر کړی دی نو مهروهلی شوی دی په زړونو ددوی باندی نودوی نه پوهیږی -
په دی آیت کښی ددوی دری اوصاف ذکرکوی (بِأَنَّهُمْ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا) مراد ددی نه یوځل ایمان او کفر نه دی بلکه کثرت اوتکرار مراد دی یعنی هروخت ایمان ښکاره کوی نوبیا د کفر کارکوی نوبیابیا داسی کوی (فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ) فقاهت هغه علم دی چه په هغی سره د حق او باطل تمیزکیږی او منافق ددی نه محروم دی -